TED Residency
کارلوس باوټیسټا: د ځمکي ماینونو منطق-- او داسې اپلیکیشن چې خلک ترې ژغوري
د کولمبیا ۵۰ کلنې جګړې د لرې پرتو سیمو خلک ووژل. تر څو خلک له دې څخه وژغوري د ټډ ویونکي کارلوس بډسټا یو اپلیکیشن جوړ کړی چې خلک پوه شي چې ماین چیرته دی
TED Residency
د کولمبیا ۵۰ کلنې جګړې د لرې پرتو سیمو خلک ووژل. تر څو خلک له دې څخه وژغوري د ټډ ویونکي کارلوس بډسټا یو اپلیکیشن جوړ کړی چې خلک پوه شي چې ماین چیرته دی
TEDGlobal 2017
درې لغوي لغت، د کریس شلډرک او د هغې ټیم له خواچې ټوله کره يې په درې متري مربع ویشلې او دې لپاره يې بې جوړې نوم غوره کړی. دا سیستم میلیاردونو خلکو ته ادرس ورکوي. په دې ویډیو کې همدې په اړه خبرې شوي.
TEDGlobal>NYC
د مشهورو اپلت ویونکو نه مونږ ډیموکراسي زده کوو. د راګیرو خلکو نه نړیوال محبوبیت زده کو. شفک وایي چې دیکتاتورۍ ځواب دوه ګونتوب کې پروت دی. په دې خبرو کې هغه وایې چې یو څوک باید هیڅکله د پیچیدګۍ له ډاره چپ پاتې شي.
TED2017
د ګرین لینډ یخمالکونه ستر، پټ او ویلی کیږي. پرمختللې ټکنالوژۍ په مرسته ساینسپوهانو یو څه رازونو څخه په لومړي ځل پرده پورته کړې. او هغه څه يې چې پیدا کړي، ډیر حیرانونکي دي،
TED Residency
هیڅکله ناوخته نه دی چې خپل ځان بیا راوسپړې. د پال ټسنر نه يې واورئ. ۴۰ کاله يې دوامداره توګه کار وکړ خو په ۶۶ کلنۍ کې يې خپله نظریه شریکه کړه او سوداګري يې پیل کړه. هغه یواځې نه دی، هغې دا خبرې په یوه وړوکي، خندونکي او اغیزناکه خبرو کې څرګند کړل..
TED Residency
احساسات لرل کومه کمزوري نده، مطلب يې دا چې مونږ انسانان یو
TED2017
کله چې هنرمند ډیمن ډیوس فرګوسن مظاهرو کې برخه واخسته. په هغه وخت کې چې پولیسو په ۲۰۱۴ کال کې فرګوسن کې وواژه. هغې یواځې غصه پیدا نکړه بلکه خپل ځان او ټولنې لپاره يې مینه پیدا کړه. د هغې ډاکومنټري چې د چا کوڅې په نوم ده، ددې مظاهرو کیسه کوي چې څنګه مدني فعالانو پکې برخه اخستې وه او په زوره ویره او کرکې خپرلو پر ضد راوتلي ول.
TEDWomen 2016
په هره اونۍ کې ۱۶۸ ساعته وخت لرو. څرنګه تر ټولو مهمو چارو ته وخت مومو؟ د وخت د مدیريت متخصصه لورا ونډرکام په دې څېړنې کوي چې څرنګه ډېر بوخت کسان خپل وخت کاروي او هغې موندلې چې موږ ډېری وخت هره اونۍ خپلې ژمنې ډېرې ځان ته سختوو په داسې حال کې چې په هغه وخت چې لرو يې هم ښه پوهېږو. هغه یو شمېر عملي تګلارې ښيي چې هغو چارو ته د وخت په موندلو کې مرسته کوي چې مهمې دي، تر څو هغه رنګ چې غواړو ژوند وکړو، په هماغه وخت کې چې لرو يې.
TED2014
پاکستانى د تعليمي چارو کارپوه ضياءالدين يوسفزى د هغو سپينو خبرو يادونه کوي، چي ډېر خلک يې اورېدل نه غواړي: ټول سړي او ښځې د يو ډول تعليم، خپلواکۍ او د شخصيت پېژندنې حق لري. هغه د خپل ژوند او د خپلې لور د ژوند داستان اوروي. ملاله، چي ښوونځي ته د تګ له امله د ٢٠١٢م کال په نومبر کې طالبانو په ډزو و ويشته. "زما لور ولې دومره پياوړې ده؟" يوسفزى پوښتنه کوي، "ځکه چي ما د دې وزر ور ونه تړل".
TEDxParis 2012
په دې خوندوره وېنا کې، فلسفي یان ډال آګلیو د نرمۍ جهاني لټون او پېوستون څېړنه کوي په داسې وختونو کې چې مونږ ورځ تر بلې په فرد ي ژوند متمرکز کېږو. لکه څنګه چې دې وېنا نه معلومیږي، نرمي اختیارول او پېوستون پېدا کول د ستاسو سوچ نه هم زیات اسان کار دی. په اوسمهاله زمانه کې دا د مینې اوسني حالت باندې یوه ځیرکه او ظریفو فکرونو نه ډکه وېنا ده.
TED@State Street Boston
چې کله انسان د زمکې پر مخ یو نوی مخلوق و نو د یرې ځیرک احساس مونږ د مقابل نورو غټو ځناورو نه خوندي ساتلو. خو د یرې دا احساس په داسې وخت کې ګټور نه وي چې ته د ۲۰ فولکلوري سندرغاړ په مخکې، د نهې په شپه، د خلاص مائیک په محفل کې، د خپل هنر مظاهره کول غواړی. داسې وخت کې د بنده ورغوي خولې شي، لاسونه يې په رپېدو وي، څیزونه تت تت ورته ښکاري، او دماغ بیا وايي: منډه که د دې ځای نه: دې ته د سټېج یره وايي. په دغه سازینې ښائسته وینا کې، جو کوان مونږ ته بیانوي چې څنګه هغه په سټېج یرې بری وموندو.
TEDxWomen 2012
د داسې یوه هېواد په اړه تصور وکړئ، چې حینکۍ پکې ښوونځیو ته په غلا ځي او که پر زدکړو ونیول شي نو له خطرناکو پایلو سره مخامخیږي. دا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان و او د هغه خطرناک وخت اثار اوس هم شته. دوه ويشت (٢٢) کلنه شبانه بسیج راسخ په افغانستان کې د جینکو یو ښوونځی چلوي. هغه په دې ډېره خوشالېږي، چي یوه کورنۍ د خپلو لوڼو په اړه د پرېکړې توان لري او پر هغوى باور کوي او د یوه داسې زړور پلار کیسه هم کوي چې څنګه د سيمې د ګواښونو په وړاندې کلک و درېد.
TEDGlobal 2005
د اشرف غني دا لس دقیقه ای په زړه پورې او پیاوړې وینا، د ړنګ شوي دولتونو بیا پر خپلو پښتو درولو لپاره پر اقتصادي پانګه اچونې او د طرحو په خلاقیت باندې تاکېد کوي،چې وروسته د ټیډ بنسټ اېښودونکي سره بحث د افغانستان د راتلونکي په هکله بحث لري.