TED Talks with Pashto transcript

کریس شلډرک: د نړۍ په هر کونج کې د ادرس لپاره یو دقیق درې لغوي لغت

TEDGlobal 2017

کریس شلډرک: د نړۍ په هر کونج کې د ادرس لپاره یو دقیق درې لغوي لغت
1,503,691 views

درې لغوي لغت، د کریس شلډرک او د هغې ټیم له خواچې ټوله کره يې په درې متري مربع ویشلې او دې لپاره يې بې جوړې نوم غوره کړی. دا سیستم میلیاردونو خلکو ته ادرس ورکوي. په دې ویډیو کې همدې په اړه خبرې شوي.

ایلف شفک: د بیلا بیلو فکرونو انقلابي قوت

TEDGlobal>NYC

ایلف شفک: د بیلا بیلو فکرونو انقلابي قوت
4,647,250 views

د مشهورو اپلت ویونکو نه مونږ ډیموکراسي زده کوو. د راګیرو خلکو نه نړیوال محبوبیت زده کو. شفک وایي چې دیکتاتورۍ ځواب دوه ګونتوب کې پروت دی. په دې خبرو کې هغه وایې چې یو څوک باید هیڅکله د پیچیدګۍ له ډاره چپ پاتې شي.

پال ټسنر: څنګه په ۶۶ کلنۍ کې سودا ګر شوم

TED Residency

پال ټسنر: څنګه په ۶۶ کلنۍ کې سودا ګر شوم
2,185,984 views

هیڅکله ناوخته نه دی چې خپل ځان بیا راوسپړې. د پال ټسنر نه يې واورئ. ۴۰ کاله يې دوامداره توګه کار وکړ خو په ۶۶ کلنۍ کې يې خپله نظریه شریکه کړه او سوداګري يې پیل کړه. هغه یواځې نه دی، هغې دا خبرې په یوه وړوکي، خندونکي او اغیزناکه خبرو کې څرګند کړل..

ډیمن ډیوس: فرګوسن مظاهرو کې مې څه ولیدل

TED2017

ډیمن ډیوس: فرګوسن مظاهرو کې مې څه ولیدل
1,189,894 views

کله چې هنرمند ډیمن ډیوس فرګوسن مظاهرو کې برخه واخسته. په هغه وخت کې چې پولیسو په ۲۰۱۴ کال کې فرګوسن کې وواژه. هغې یواځې غصه پیدا نکړه بلکه خپل ځان او ټولنې لپاره يې مینه پیدا کړه. د هغې ډاکومنټري چې د چا کوڅې په نوم ده، ددې مظاهرو کیسه کوي چې څنګه مدني فعالانو پکې برخه اخستې وه او په زوره ویره او کرکې خپرلو پر ضد راوتلي ول.

لورا ونډرکام: څرنګه خپل خالي وختونه وکاروو؟

TEDWomen 2016

لورا ونډرکام: څرنګه خپل خالي وختونه وکاروو؟
9,660,409 views

په هره اونۍ کې ۱۶۸ ساعته وخت لرو. څرنګه تر ټولو مهمو چارو ته وخت مومو؟ د وخت د مدیريت متخصصه لورا ونډرکام په دې څېړنې کوي چې څرنګه ډېر بوخت کسان خپل وخت کاروي او هغې موندلې چې موږ ډېری وخت هره اونۍ خپلې ژمنې ډېرې ځان ته سختوو په داسې حال کې چې په هغه وخت چې لرو يې هم ښه پوهېږو. هغه یو شمېر عملي تګلارې ښيي چې هغو چارو ته د وخت په موندلو کې مرسته کوي چې مهمې دي، تر څو هغه رنګ چې غواړو ژوند وکړو، په هماغه وخت کې چې لرو يې.

ضياءالدين يوسفزى: زما لور: ملاله

TED2014

ضياءالدين يوسفزى: زما لور: ملاله
2,536,881 views

پاکستانى د تعليمي چارو کارپوه ضياءالدين يوسفزى د هغو سپينو خبرو يادونه کوي، چي ډېر خلک يې اورېدل نه غواړي: ټول سړي او ښځې د يو ډول تعليم، خپلواکۍ او د شخصيت پېژندنې حق لري. هغه د خپل ژوند او د خپلې لور د ژوند داستان اوروي. ملاله، چي ښوونځي ته د تګ له امله د ٢٠١٢م کال په نومبر کې طالبانو په ډزو و ويشته. "زما لور ولې دومره پياوړې ده؟" يوسفزى پوښتنه کوي، "ځکه چي ما د دې وزر ور ونه تړل".

مینه -- تاسو يې سمه نه کوئ

TEDxParis 2012

مینه -- تاسو يې سمه نه کوئ
4,385,513 views

په دې خوندوره وېنا کې، فلسفي یان ډال آګلیو د نرمۍ جهاني لټون او پېوستون څېړنه کوي په داسې وختونو کې چې مونږ ورځ تر بلې په فرد ي ژوند متمرکز کېږو. لکه څنګه چې دې وېنا نه معلومیږي، نرمي اختیارول او پېوستون پېدا کول د ستاسو سوچ نه هم زیات اسان کار دی. په اوسمهاله زمانه کې دا د مینې اوسني حالت باندې یوه ځیرکه او ظریفو فکرونو نه ډکه وېنا ده.

جو کوان: ما څنګه د سټېج نه یرې ته ماتې ورکړه

TED@State Street Boston

جو کوان: ما څنګه د سټېج نه یرې ته ماتې ورکړه
2,585,266 views

چې کله انسان د زمکې پر مخ یو نوی مخلوق و نو د یرې ځیرک احساس مونږ د مقابل نورو غټو ځناورو نه خوندي ساتلو. خو د یرې دا احساس په داسې وخت کې ګټور نه وي چې ته د ۲۰ فولکلوري سندرغاړ په مخکې، د نهې په شپه، د خلاص مائیک په محفل کې، د خپل هنر مظاهره کول غواړی. داسې وخت کې د بنده ورغوي خولې شي، لاسونه يې په رپېدو وي، څیزونه تت تت ورته ښکاري، او دماغ بیا وايي: منډه که د دې ځای نه: دې ته د سټېج یره وايي. په دغه سازینې ښائسته وینا کې، جو کوان مونږ ته بیانوي چې څنګه هغه په سټېج یرې بری وموندو.

شبانه بسيج راسخ: د افغانو جینکو د باسواده کولو جرئت

TEDxWomen 2012

شبانه بسيج راسخ: د افغانو جینکو د باسواده کولو جرئت
1,085,179 views

د داسې یوه هېواد په اړه تصور وکړئ، چې حینکۍ پکې ښوونځیو ته په غلا ځي او که پر زدکړو ونیول شي نو له خطرناکو پایلو سره مخامخیږي. دا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان و او د هغه خطرناک وخت اثار اوس هم شته. دوه ويشت (٢٢) کلنه شبانه بسیج راسخ په افغانستان کې د جینکو یو ښوونځی چلوي. هغه په دې ډېره خوشالېږي، چي یوه کورنۍ د خپلو لوڼو په اړه د پرېکړې توان لري او پر هغوى باور کوي او د یوه داسې زړور پلار کیسه هم کوي چې څنګه د سيمې د ګواښونو په وړاندې کلک و درېد.

اشرف غني: مات دولتونه څنګه بیا ورغول شي؟

TEDGlobal 2005

اشرف غني: مات دولتونه څنګه بیا ورغول شي؟
970,170 views

د اشرف غني دا لس دقیقه ای په زړه پورې او پیاوړې وینا،‌ د ړنګ شوي‌ دولتونو بیا پر خپلو پښتو درولو لپاره پر اقتصادي پانګه اچونې او د طرحو په خلاقیت باندې تاکېد کوي،‌چې وروسته د ټیډ بنسټ اېښودونکي سره بحث د افغانستان د راتلونکي په هکله بحث لري.